يارمې هندو زه مسلمان يم!

YA ALLAH HAYA ma osatay

YA ALLAH HAYA ma osatay

دډيلي په ښارکې دنظام الدين اوليا دمزارپه چاپېريال کې له هغه ځايه چې دبېلابېلو هیوادونو په سلګونو سيلانيان اوزيارت کونکي راټول وي،هلته یوه افغانه مېرمن هم په خپل ورک مېړه پسې دلته رارسيدلي ده. صابره احمدزﺉ چې دوه کاله وړاندي يې په کابل کې له یوه هندوستاني ډاکټرسره واده کړی وو، اوس په ډيلي کې کوڅه په کوڅه مزارونه اودرمسالونه جاروکوي اودخپل ورک مېړه دبياموندلو هڅې کوي. صابره احمدزﺉ خودصابره احمدزﺉ په واده کې دپام وړخبره داده چې دهغې مېړه افغان څه چې آن مسلمان هم نه دی بلکې هغه ديارمې هندو زه مسلمان يم دمصرۍ سره سم، دهند دیوې لري پرتې خواري سيمې یوخوارډاکټردی چې واردمخه په هندي پوځ کې ډاکټروو خوڅه موده وړاندي يی دقسمت ستوری وځلېد اودیوه ټيم په تشکيل کې کابل ته راغی. ډګرمن چندراشېکار چې دهندوانو په ټيټ پنت نومي ذات پوري اړه لري اودامهال دکابل داندراګاندۍ په روغتون کې په کاربوخت وو.صابره احمدزﺉ هم یوه افغان ډاکټره وه چې په همدې روغتون کې يې له چندرابهايی سره څنګ په څنګ کارکاوه. خویو وخت دڅنګ په څنګ کارپايله دڅنګلوترجنګولو او وروسته آن په واده پای ته ورسېده. سره له دې چې چندرا هندو وو خوصابرې ته داڅه بې تفاوته وو ځکه دهغې دريځ داوو چې: زړه چې مین شې ښايست نه غواړي ډګرمن چندراشېکر اوصابره احمدزﺉ هماغه وو چې ددوي دواړو ترمنځ واده وشو. یوکال يې نورهم په کابل کې سره تېرکړ.کله چې چندرا بېرته ډيلي ته تبديل شو،نوله تګه وړاندي يې له خپلې مېرمن سره ژمنه وکړه چې هندته له رسېداسره جوخت به يې هلته راغواړي اود ډيلي په لوکس سيمه کې به ويلا ورته نيسي. خویوکال تېرشو چې دچندرابهايي هيڅ پته ونه لګېده. په لومړيو ورځوکې يې دصابرې ټلیفون ته ځواب هم وايه خو وروسته يی تماس په یومخيز ډول وشکاوه. صابره چې کله پوه شوه چې هندو هسې دوکه ورسره کړې ده نويې هوډ وکړ چې هند ته ولاړه اوخپل مېړه پیداکړې. هغه څه موده وړاندي هند ته ورسيده او آن دچندراکلې ته يې ځان ورساوه. خوچندرا ددې پرځای چې دیوه بډای جنرال زوی وي،دیوه خوار بزګر زوی اوپه دوه خونه لرونکې کور کې استوګن وو. صابرې هماغلته له هندي پوليسو سره تماس ونیواودچندراپرضديې د دوکې اوفراډدوسيه ثبت کړه. خوله بده مرغه لاهم صابرې ته مېړه په لاس نه دی ورغلی. په افغانستان کې دنوي بدلون له رامنځته کېداسره دځوانانوپه منځ کې له بهرنيانو سره داړيکوپه اړه پراخ تمايلات ليدل کیږي.هغوی پرته له دې چې دافغاني ټولنې قومي اوديني جوړښت په پام کې ونيسي له هغوي سره ازدواجې اړېکې جوړوي چې پايله يې دداډول جنجالونو په بڼه راوزي. صابره وروسته له دې چې دهندوپه ذهنيت پوه شوه،توبه يی وايستله اوڅرګنده يی کړه چې داځل به له خپل مسلمان افغان هیوادوال سره کوژده کوي اوهغه دپښتنو متل چې کلاله وکړه خپله سياله به پرځای کوي

 

ډګرمن چندراشېکر اوصابره احمدزﺉ

ډګرمن چندراشېکر اوصابره احمدزﺉ

…….

Ahmdazai in urdu

Ahmdazai in urdu

6 Responses

  1. دغه هندو ډ اکټر مسلمان شوي وو او بيا ئي صابره سره واده کړے وو.وروره دخپل فکر نه کار اخله او داسے خبرونه مه خوروه چه مقصد ئے نور وي

  2. oei nnokia kor de weeran sha da sa belawtoo de pa makha kariey do.
    bas dai sam sha de hindwano na..da hinwon che di kan da khula che de afghonono na dair kha di.
    bas weerkeeya nur ye ma sharmawa.

  3. Swabilwal wrar awal tata ……..Lag pura walula za ya na sharmwam za darta Quetay away Jeanay post hem post kawam da Qoom Khwanday di da wruna ya rawkhwal gwaram kam chay da Farsiwan awo Hindwano sra lagey…….

    Samsung zma pa Ekhlas ka chay shak Wankay…

  4. Sirf pakhtoonistan tha day khair wee. I m not afghanistani , I am only pakhtoon.

  5. pukhton qam da donia yaw satar qam dai, chai dai qam ta da donia satargai di ,khu mong pushtoon qam ba da dai doshmanano pa satargo ki azghi asbat sho ,
    nazim
    shimla pa veno sarada
    lopata pa veno sarada
    zama da waton hara yaw kosa pa veno sara da
    azar dai ko nazar dai khdaigo cha rapasay karai
    dival pa veno sor sho dawaza pa veno sara da
    shi stat mi okhkai okhkai chai dai khapal waton ta goro
    nazar paveno sor dai tamasha paveno sarada
    ay wakhata mong da dasay enteha pa bard walr yaw
    jomat mo lotai lotai hum hujra pa veno sarada

  6. Nokia ………………………
    Ta awredali na di che khaza na Takht Ghwari aw Na baKhat kho danda sakhat ghwarii….

    kaide shi che de kabalai ta de hindo zra khog karey wi……
    aus agha pa sakhta danda pasey deli ta waraghlaa…….

    gheen rakhestey da ghareeba …………uffffffffffff ghareeba……………………………………

Leave a Reply