صاحب شاه صابرمنم چې ته د ډيرو خوشحالو سره نا اشنا ئې
د نوي ژوند د نوې رنګينو سره نا شنا ئې
منم چې ستا په ژوند کې به بلا څيزونه کم وي
منم چې ستا په زړه به د بلا څيزونو غم ويته دلته بله شمع د رنګونو د قيامت ئې
ته دلته کې ښائست ئې ليونتوب ئې محبت ئې
ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار ئې
ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښې خپل اختيار ئې
د غرونو د ښائست په ګړنګونو بلې شمعې
دنوي پيغلتوب په بام ولاړې جادوګرې
په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې
شپيلۍ وهې شپيلۍ وهې چې ګرځې په پټو کې
چې زړه دې اوشي ګډه شې د کلي په کوڅو کې
دخپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږيږې
په چا چې دې زړه ورشي د هغه سره ګډيږې
بې غمه، نا خبره، د ثواب او د ګناه ئې
خو! بيا هم په زړه سپينه ئې معلومه ئې صفا ئې
دژوند د بې وسۍ د مصيبته خبر نه ئې
د نو م منافقت د مصلحته خبر نه ئې
دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوريدلي
دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي
په هغه ژوند کې څه دي که صفا مې درته اووې
دروغ به درته ښکاري که رښتيا مې درته اووې
دهغه نوي ژوند د سړيتوب بلا کمۍ دي
دهغه ځائې دخلقو څه ناشوني مجبورۍ دي
ژوندڅه دے يو بلا ده يو عذاب دے يو هيبت دے
دوکه ده بې ايماني ده سراسرمنافقت دے
ذهنونه پکې هسې د وهمونو کارخانې دي
سرونه د پيريانو د ديوانو ښارئې دي
فکرونه د تارکولو غزيدلي سړکونه
خيالونه د سيمټو د سيخونو دکانونه
ځوانان پکې هغه چې جوړولے شي نوټونه
سړي پکې هغه چې ډکولے شي بينکو نه
ښائست ئې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي
الفت ئې د دروغو د د رنګونو کنستل دي
جانان ئې يو رنګين مهين پې مخے غوندې دام دے
جنون ئې د غرض په لمبو سوے تور غلام دے
ياري پکې د سپينې خود غرضه بوډۍ ټال دے
خپلوي پکې د خپلو غرضونو نرے جال دے
ګناه پکې د هرې ناروا لاس اخستل دي
ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي
عصمت پکې د ښار د کباړي د دکان کوټ دے
قيمت دسړيتوب پکې دسلو روپو نوټ دے
غيرت پکې يو شے دے په يوه کاسيره کيږي
ايمان پکې د هر څه نه په ښه بيعه خرڅيږي
دحسن د رنګونو دکانونه په پيسو دي
د ښکلو د مخونو تصويرونه په پيسو دي
هر خيال د سړيتوب پکې ناشونے غوندې شے دے
احساس د محبت پکې بې وسه ليونے دے
ژوند څه دے خو د ژوند په حقيقت پورې خندا ده
په حسن پورې ټوقې دي الفت پورې خندا ده
چې دلته راپه ياد شي زړه مې و رپي خفه شي
ورغلي پرهرونه مې خله پرانزي کچه شي
حيا مې لکه وينه په رګونو کې توده شي
احساس د بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي
زه خپله د هغې تهذيب د لارو کوڅو ستړے
زه ستا دسترګو وړاندې دهغې اديرې مړے
په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندے کړه
په ما مهرباني وکړه د ځانه مې لوګے کړه
په ما کې که څه ساه وي هغه ساه زما نه واخله
زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله
اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه
زما د وجود وينه په ترخو اوبو صفا کړه
زما خواره دړدونه په خالونو کې راپنډ کړه
زما د زړه زخمونه د شليدلې ګګرې ګنډ کړ ه
ما دلته ددې غرونو د ماښام په دعا رنګ کړه
په دې پولو مې اونوله په دې لختو مې بنګ کړه
قربان شمه لوګے شم ما د خپلو سترګو تور کړه
د دې غرونو په دغه ګړنګونو کې مې خور کړه
منم چې ته به ډيرو اداګانو ته پسخيږې
منم چې ستا د کلي په کورونو کې تيرې دي
منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي
خو ته د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نه ئې
ته د لته د فطرت د رنګينو په غيږ کې اوسې
ته دلته د قدرت د تماشو په غيږ کې اوسې
نوکيا خانه! ډېر ښۀ
خو اوس خيبر واچ ته ؤلې نۀ راځې
Wsssssssss Nangyalo Sallot pa Dwaro Kpo sra..
Khayan Abdul Bari Jahani Waye chay
Ka Tajid ka Uzbad da yo Afghan da
Da da Khawray hazara tar kaman zma da
Nu ma warta wail chay
NA AFUCKGAN na ARABA na PEran Shwam
PA TAIR WAKHT DA KHPALAY JABAY ARMAN RAGLU
Nu Gohar Rora poha shway KW ka pa SOWDA jwand wo ZAhid lala Rasra Sodwa kawala chay ta ba AFghanano mtlab Tajikano uzbako psay KHbaray na kay da SHART ya rata Kehdu tata khu pata da Za pa Shartunu Jwand na Tarwam ….
ma kho warta da hem oyal chay zalima ka ta pa Payso banday Ma prag da KW hem Darkoma khu da QOOM KHWAKHAY PA AFGHAANANO AWO PA ACHAKZYANO NA KHURAM…..