دوه ياران به داسې چا نه وي ليدلي…چه يو ورته کنځل او بل دعا که

افغانانو د کوزې پښتنخوا او پښتنو د پاره څه کړي.؟؟؟؟؟


ګرانو پښتنو

د لر او بر پښتون قوم د بر بادئ ،قتل و قتال او د دوئ د بيخي نسل کشي په دې روان بد وخت، زما زړه نه غواړي چه داسې خبره منځ ته راکش کړم چه ګويا نوره بدګماني د افغانانو او پښتنو ترمنځه پيدا شي خو کله کله سړئ په دې سپيناوي مجبور شي چه سپين ته سپين او تور ته تور اوائي.

د شلمئ صدئ د ابتدا نه واخله تر انتها پوري او بيا د يوشتمۍ صدي د اغاز نه واخله عن تر نن ورځ پوري زما په ياد او علم کښي د هيڅ ښه زيري خبره نيشته، چه زه دا خپل قام او اولس ته د شعر يا نثر په ليکنو کښې دا اوايم چه ګني د ستر افغانستان خوږو او قدرمنو پښتنو د کوزې پښتنوخوا د پښتنو سره کومه نيکي ،ملاتړ،تعاون ،ياد امداد لاس ورکړئ وي.!!!!

زه شاعر او ليکوال يم ..خپل اولس ته بائيد ريشتوني خبرې وکړم د ورور د ورورولئ ، د دوستانو او اشنايانو د نيکيو او د دشمن د بديو نه ئې خبر کړم…
په حيث د يو اديب او شاعر ،غوره به دا وي چه زما ذهن او فکر روشن او مثبت وي او زه د دنورو عامو خلقو په څير تنګ نظر نه وم ، بلکه د خپل پښتنو وروڼو تر منځه د اتفاق او اتحاد خبره وکړم.
خو نن زه په دا خبره مجبوره يم چه اوايم چه افغان اولس او واکمنو د کوزې پښتنوخوا د پښتنو په مشکلاتو کښې په هر وځت او هر ځائ کښې اضآفه کړې ده .
اساني خو څه کړې چه د مزيد مشکلاتو او لانجو او ستونځو سره ئې مخامخ کړي دي.
نوکيه کله کله د شلمئ صدي په اول کښي د پښتنې مهاجرينو افغانستان ته د تللو او بيا د هغوئ سره د ناروا وو سلوک او واقعاتو تکرار کوي او مونږ ئې هر وخت ملامتوو.
خو که په غور سره وکتلائ شي نو دا زميني حقيقت دئ چه افغانانو د پاکستاني پښتنو سره کله هم ملاتړ او کومک نه دئ کړئ.او هر وخت ئې ورته پيغورونه او بې غيرته او پنجابي او بې ناموسه او څه څه نه ده وئيلي…
په مقابل کښې د کوزي پښتونخوا ،غريبو ،لاچارو بي وسو او بقول د دوئ محکومو پښتنو په هر زمان او مکان د افغانستان د خلقو سره د سرونو ،مالونو قرباني ورکړي دي.

دا قربانئ دوئ فقط د پښتنې او اسلامي ورورولئ په اساس ورکړي دي.
دا بيله خبره ده چه د قام او ملت د ښمانانو به د دوئي دا قربانياني د خپل ناوړي مقاصدو د پاره استعمال کړي وي.

خو پښتنو،ماشومانو،بوډاګانو او ځوانانو ديني او پښتني غيرت ته هيڅوک هم د شک په نظر نشي کتلائ.او که داسي وي نو

دوئ له شرم پکار دي چه د دغه غريبو ،او بې وسو پښتنو قربانو ته د تحسين او تشکر په سترګه و نو ويني.

او د دوئ عزت او درناوئ نه کوي..
د افغانا نو د سترګو پرانستلو د پاره د بي بي سي دا رپورټ ستاسې په درنه خدمت کښې وړاندې کووم..
http://www.bbc.co.uk/urdu/avconsole/bb_wm_fs.shtml?redirect=fs.shtml&lang=ur&nbram=1&nbwm=1&bbwm=1&bbram=1&ws_pathtostory=http://www.bbc.co.uk/go/wsindex/int/av/urdu/-/urdu/news/avfile/2008/07/&bbcws=1&ws_storyid=080703_sumaira_doc

’باجوڑ سے بلخ تک‘: خصوصی ڈاکیومینٹری
تحریک نفاذ شریعت محمدی کے سربراہ ملا صوفی محمد سن دو ہزار ایک میں پاکستانیوں کا ایک لشکر لے کر امریکہ کے خلاف جہاد کے لیے افغاسنتان چلے گئے تھے۔ وہ خود تو واپس آ گئے لیکن ان کے ساتھ جانے والے سینکڑوں لوگوں کو کچھ پتا نہیں چلا۔ ملا صوفی محمد کو افغانستان سے واپسی پر گرفتار کر لیا گیا تھا لیکن حال ہی میں ایک معاہدے کے تحت انھیں رہا کر دیا گیا ہے ـ لیکن وہ جو واپس نہیں آئے ان کے ساتھ کیا ہوا۔ دیکھیے سمیرا اسلم کی خصوصی ڈاکیومینٹری: ’باجوڑ سے بلخ تک‘

Pukhtunkhwa (PUKHTUNISTAN) tal Jwanday osay

PUKHTUNKHWa

PUKHTUNKHWa

پښتو متلونه

سلامونه پښتنو مشرانو کشرانو ملګرو که د پښتو متلونه وي د انګريزي ترجمے سرا دلته يه وليک مننه به وي..
Pashto proverbs پښتو متلونه
علم د ښه سړي نه ډېر ښه او د بد سړي نه ډېر بد جوړوي
Learning makes a good man better, and an ill man worse.
خپل کار سره کار لره
Let each one turn his mind to his own troubles.
داسې متل نشته چې رښتيا نه وي
There is no proverb which is not true.
وخت د هر غم دوا دى
Time softens all grieves.
تللى وخت بېرته په لاس نه راځي
Time flies never to be recovered.
عزت کوه عزت به دې کېږي
He that respects is respected.
شتمنه ښځه به درنه غلام جوړوي
He that marries for wealth sells his liberty.
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
Every wrong is avenged on earth.
کار په کولو کېږي
You cannot do anything by doing nothing.
د طاقت نه مهارت ښه دى
Skill is stronger than strength.

دزړه كعبه

دزړه كعبه

زما د زړه د مقدسې كعبې
دتلوسو په دې ودان حرم كې
ددې ښايسته دنيا ښايسته ښاپيرو
دعقيدت نه طوافونه كول؛او دوفا او محبت په نوم يې
دابراهيم دنذرانې په مثل
دخپل زړګي د قدرمنو تكړو
په ډېر خلوص سره نذرونه كول

خو ددې تېرو ورځو شپو راهيسې
زما دزړه دغه سپېڅلې كعبه
دازارونو او توهين موخه ده،
دابرهه په څېر ظالم وګړي
ترې راچاپير دي چې يې ونړوي؛

دمحبت او صداقت خيالونه
او دوفا هغه محكم برجونه
چې انسانانو ته دمينې ځاى دى

په خپلو شومو او ناولو هڅو
لكه دتل لپاره وشړوي

زه انتظار يم ابابيل مرغوته
چې له مښو كو په ويشتونكو ګاټو
دابراهه لښكرې تار په تار كړي؛

او زما د زړه ددې سپېڅلې كعبې
دورانوونكو دا مغروره لښكر
ددې كعبې له ورانېدو اېسار كړي

ناکامه مینه

ناکامه مینه                          

لعل محمد¬ته خدای (ج) پرله پسې 

څلور زامن ورکړي وو،که څه هم کورودنه

 یې دډیرو اولادو د پیدايښت طرفداره نه

وه، د دوو نارینه اولادو له پیدایښت نه

وروسته يې غوښتل، چې که دا ځل یې

خدای (ج) دیوې لور مور کړي،مګر

په همدې هیله یې له څلورو زامنو نه

ورورسته په ډیرو دعاګانواوتلوسوڅانګه

 موندلې وه،څانګه په موراو پلار له حده

زیاته ګرانه وه. څانګې به په ماشومتوب

 کې چې کله هم له رختي توکونه نانزکه او یا

ناوې جوړه کړه او په رنګ،رنګ مشکڼوبه یې وپوښله

بیا به یې، دنسیم دناوې نوم پری کېښود، نسیم د څانګې

مشر ورور ؤ او خدای (ج) ښه لوړه او ګرده ځواني

 پرې لورولې وه، د دولسم صنف له فراغت نه،

 وروسته له پلار سره د رختونو په دوکان کې

 کېناست،څانګي دنسیم دکوژدني او د واده یوه

 دنیا ارمانونه په زړه پراته وه،خوچې کله به

هم دنسیم د واده خبره یاده شوه، نسیم به په څه نه څه

 خبره او بهانه تیریاسته،ځکه چې لا پخوا دیوچا

 سترګودنسیم په زړه کې ځان ته کورجوړکړی

 وو او بې له اجازې زړه ته کوزيدې، چې کله

به یې هم دنسیم تنده په تلوسه بدله کړه زر به

 له دوکان نه ووت،دګاونډي ددوکان په ګلاس

کې به یې له سوړ اوسیلي سره سترګي وڅښې.

ټوله ورځ به یې په دې تلوسو تېریده.اوچې کله

به ماښام له پلار سره له دوکان نه راتلو په څه

بهانه به یې له پلار نه لار بیله کړه . دنسیم دکورپه

لار کې به سپوږمۍ داسې په بلۍ ورته راښکاره

 شوه، لکه چې سړي ترسپیدو شوګیر

 ګړی وي او دخپل جانان دپیزار ښکالو یې

 تر غوږشي او ناڅاپه یې هغه تصویر مخ ته ودریږي

 چې لږ ساعت د وړاندې یې دشوګیر په ډیرو تلوسو

 کې نغاښت .هوسپوږمۍ رښتیا هم سپوږمۍ وه.

په وړوکوالي کې به دکلي اوچم ماشومانو کولچه

بلله،غټې _غټې سترګې، اوږده کږه باڼه،نرۍ _

 نرۍ شیرې شونډې،اودغږپه لفظ ،لفظ کې یې بلا _

 بلا اداګاني نغښتي وې،دقدرت یو ځانګړي جوړښت

 و، نسیم اوس دسپوږمۍ رڼاته شپې تیرولې اوټوله

شپه به یې دسپوږمۍ په مړوند له پاسه سر ایښی و

 او یو له بله به یې خوږې،خوږې خبرې کولي او

 دشپې له خاموشي به یې لطف اخیست دنسیم دورځې له

لمرځینې کرکه کیده،نسیم به له ځان سره دسپوږمۍ له

زلفو خوږې عطرینې وږمې هره ورځ د کور انګړ ته راوړې

. له ملا اذان سره به نسیم چې کله کورته راستون شه

او په بستره کې به یې سرلا دننه کړی نه وو، چې

 پلار به یې دلمانځه لپاره پرې غږ وکړاو له لمانځه نه

 وروسته به یې چې سبا ناری وکړ، نسیم او پلار به

یې دوکان ته ولاړل . د نسیم به درسته ورځ سترګې

 تکې سرې وې،پلار یې اوس پرې دنیشې ګمان کاوه.

کله نا کله خو به په دوکان کې په ناسته داخستونکو

له مخي ویده وو . ورو_ ورودشپو شوګیرو په نسیم

 دناوړه اغیز لمن راخور وله،دڅه مودې له ترېدو

وروسته شوګیرنه یواځې د نسیم په صحت ناوړه

اغیز وکړ، بلکه دهغه په خبرو، کالیو ،پاکوالي،

اوچال چلن یې هم ناوړه اغیز وکړ. .پلار یې نسیم څو

 ځلي ډاکترانو ته وروست، مګر ډاکتران یې هم په مرض

 نه پوهیدل اوډېروملایانو نه یې تعویذونه هم ورته راوړل

 مګر په نسیم یې اثر نه کاوه. اوس نسیم هغه نسیم نه

وپاتې ببر ویښتان او وچ کلک شوی واونه یې هم هغه

دنګه اوګرده ځواني پاتي وه.لاسونه یې ریږدیدل

.او نور دشوګیرو توان هم نه و ورپاتې ، له څو

ورځوسختې مریضۍ نه یې ورسته

 دابديت لپاره سترګې پټې کړې .
په احترام اومینه                              

Nway Kool Ma Umbarak Sha..Happy New Year 2oo8

2008

************* اصلی وطن پښتونستان دے********

************* اصلی وطن  پښتونستان دے********

زما د کلی تیراه تصویرونه

اختر مو مبارک شه

Akhtar da Umbarak sha

مبارک د شه جانانه دا اختر

Akhtar da Umbarak shaAkhat